د اسلام آباد د ناکامو سیاستونو دوام؛ جګړه کې تر ماتې وروسته لا هم دروازې تړلې دي

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اسلامي امارت او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د جګړو او اوربند له هوکړې د دولسو ورځو له تیریدو سره لا هم د دغو دوو هېوادونو ترمنځ سوداګریز بندرونه بند دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی وایي، ډیری توکی چې ټاکل شوې وه مستقیما پاکستان ته صادر شي خراب شوي او دواړو لورو ته شاوخوا دوه تر څلور میلیونه ډالره زیان اوښتی دی.

د نوموړي په وینا دمګړۍ هیڅ ډول بارول نه شته او زیاتوي چې د دغو بندرونو د پرانیستلو لپاره لا هم هیڅ هیله نشته.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی آفاق خبري آژانس ته وایي: « لارې تړلې دی او سوداګري هم بنده ده، دواړو لورو ته نږدې دوه تر څلور میلیونه ډالرو زیان رسیدلی دی.»

د سوداګریزو بندرونو له تړل پاتې کېدو سره هم مهاله د اقتصادي چارو ځینې شنونکي ټینګار کوي چې باید سوداګري له سیاسته لرې وساتل شي.

د دوی په باور، دا چاره کولی شي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اقتصادي تعاملاتو د پراختیا لپاره زمینه برابره کړي او سوداګرو په ځانګړې توګه د میوو او سبزیو د صادراتو پر مهال له مالي زیانونو څخه مخنیوی وکړي.

د اقتصادي چارو شنونکی امید الله قاسم زی په دې اړه وايي:«سوداګري او اقتصاد باید د امکان تر حده له سیاسي او امنیتي کړکېچونو لرې وساتل شي، ځکه تجربې ښودلې چې هر ډول سیاسي شخړه یا بحران په پای کې خلکو او سوداګرو ته ډېر زیان رسوي. له سیاسته د اقتصاد په لرې ساتلو سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره زمینه برابره شي.»

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالهادي فرهنګ آفاق خبري آژانس ته وایي:«مهمه او اساسي خبره دا ده چې د دولتونو او په ځانګړې توګه د افغانستان او پاکستان تر منځ په لاسلیک شویو تړونونو کې باید دواړه هېوادونه د بیمې مسله په بشپړه توګه ( سل په سلو کې) په پام کې ونیسي او د تړون ټولې برخې د بیمې تر پوښښ لاندې راولي، ترڅو له احتمالي زیانونو مخنیوی وشي.»

دا په داسې حال کې ده چې پر پاکستان د اسلامي امارت له غچ اخیستونکي برید وروسته د یاد هېواد سرحدي ځواکونو د هر ډول تګ راتګ پر وړاندې د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې سوداګریزې او ټرانزیټي لارې بندې کړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *