آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري، د امریکا کانګرس بهرنیو اړیکو کمېټې له لوري د متحده ایالتونو مرستو ته د سرپرست حکومت د چارواکو نه لاسرسي لایحې د تصویب په غبرګون کې وایي، چې د افغانستان له خلکو سره په بشري او پرمختیایي برخو کې د مرستو رسولو مسوولیت، د نړۍوالې ټولنې پر غاړه دی.
ښاغلي نظري آفاق خبري آژانس سره خبرو کې له نړۍوالې ټولنې، په ځانګړي ډول متحده ایالتونو وغوښتل، چې بشري مرستې له سیاسي مسایلو سره ونه تړي.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال په دې اړه زیاته کړه: «موږ له ټولو هېوادونو غواړو، چې بشرپاله مسایل له سیاسي مسایلو سره ګډ نه کړي او دا مرستې په هېڅ شرط مشروطې نه کړي. اسلامي امارت غواړي د درناوي او ګډو ګټو په پام کې نیولو سره، له ټولو هېوادونو سره همکارۍ او اړیکې ولري. د افغانستان خلک حق لري، چې له بشري مرستو برخمن شي او دا مرستې باید د افغانستان خلکو په ګټه وي.»
تر دې وړاندې د چهارشنبې په ورځ (وري ۲۰مه) د امریکا استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې، له افغانستان سره د متحده ایالتونو له لوري بشري مرستو ته، د اسلامي امارت چارواکو د نه لاسرسي لایحه تصویب کړه.
د بهرنیو اړیکو کمېټې رییس برایان مست په دې ناسته کې ټینګار کړی و، چې د امریکایي مالیه ورکوونکو ډالر نباید افغانستان کې د سرپرست حکومت لاس ته ولوېږي.
هغه په دې اړه زیاته کړې: «په دې لایحه کې له بهرنیو چارو وزارت غوښتل شوي، چې افغانستان کې له سرپرست حکومت د نړۍوالو بنسټونو او غیر دولتي سازمانونو د مالي او مادي ملاتړ د مخنیوي په پار، یوه لایحه چمتو او عملي کړي. دا مسئله د متحده ایالتونو لپاره خورا مهمه ده. موږ افغانستان کې له سرپرست حکومت سره ډیپلوماټیکې اړیکې نه لرو.»
خو پوښتنه دا ده، چې د دې لایحې تصویبېدل به د افغانستان خلکو لپاره د مرستو رسولو په برخه کې څه اغېزې ولري؟
د اقتصادي چارو شنونکي عبدالظهور مدبر د دې پوښتنې په ځواب کې آفاق خبري آژانس ته وویل: «امریکا چې په نړۍ کې سیاسي او اقتصادي ځواک دی او شاوخوا ۲۹.۵ ټریلیون ناخالصه کورنی تولید لري، هر اقتصادي او سیاسي خوځښت یې کولی شي د افغانستان په ګډون په ټولو هېوادونو اغېز ولري. دا ځکه چې افغانستان تر ډېره په نړۍوالو مرستو تړلی دی.
د نړۍوالو اړیکو شنونکی نجیب الرحمان شمال بیا د دې پوښتنې په ځواب کې داسې وایي: «د امریکا متحده ایالتونو د استازو جرګې دا ګام کولی شي، افغانستان کې د مرستو د وېش پر بهیر فشار راوړي.»
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، چې د سرپرست حکومت په ګټه د خوړو په برخه کې د شویو مرستو په اړه اندېښنو له امله یې، افغانستان سره د دې مرستو یوه برخه ځنډولې ده.