افغان – ټرانس پروژې عملي چارو ته د ټولګټو چارو وزارت چمتووالی؛ دا پروژه د افغانستان لپاره څومره ارزښت لري؟

آفاق خبري آژانس؛ کابل: ټولګتو چارو وزارت د ازبکستان او روسیې ترمنځ د افغان _ترانس پروژې له تړون د هرکلي ترڅنګ ویلي، چې ياد وزارت په بشپړه توګه د دې پروژې د چارو پیل ته چمتو دی

د یاد وزارت ویاند زیاتوي چې افغان_ترانس پروژه د سیمې له مهمو پروژو ده چې د مرکزي او سويلي آسيا هیوادونو په سوداګزیر چارو کې به آسانتياوې رامنځته کړي.

محمد اشرف حق‌شناس له رسنیو سره خبرو کې زیاته کړې: «د افغان ټرانس پروژه د منځنۍ او سویلي آسیا هیوادونو ترمنځ د نړیوالې سوداګرۍ د اسانتیا لپاره یو له خورا مهمو اقتصادي پروژو ده او کوم تړون چې د ازبکستان او روسیې ترمنځ د دې پروژې د تطبیق لپاره لاسلیک شوی د دې پروژې د تطبیق لپاره یو مثبت ګام دی.»

په همدې حال کې د چارو یو شمیر شنونکي وايي چې د افغان _ ترانس پروژې په پلي کېدو سره به، ځينې نورې پروژې هم په هيواد کې عملي شي او پر دې سربیره به زرکونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا د دې پروژې د ارزښت په اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاته کړه: « کله چې دا پروژه پلي شي، کې د دندو د رامنځته کولو سربیره، افغانستان به د کلني ټرانزیټ فیسونه ترلاسه کړي او هغه څه چې تر ټولو مهم دي، د دې ډول پروژو په پلي کولو سره به په افغانستان کې د پانګونې کریډیټ زیات شي.»

د اقتصادي چارو بل شنونکی احمد فردوس بهګزین بیا په دې اړه آفاق ته وویل: « د افغان _ ترانس پروژه د افغانستان لپاره یوه له هغو زیربنایي پروژو څخه ده چې نه یوازې د افغانستان لپاره بلکې د سیمې لپاره هم مهمه ده. دا پروژه د خورا مهم ترانسپورت اسانتیا لپاره یو پلیټ فارم دی چې ډيرې آسانتياوې به رامنځته کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ازبکستان ته  په خپل وروستي سفر پر مهال، د دغه هېواد د لومړي وزیر له مرستيال سره په کتنه کې د افغان ـ ټرانس پروژې د عملي چارو پر پیلېدو ټنیګار کړی و.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد