افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ جوړولو ته د روسیې لیوالتیا

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په هېواد کې د امنیت ټینګښت ته په اشارې وایي چې افغانستان دمګړۍ له سیمې سره د نښلون یا اتصال لپاره چمتو دی او په هېواد کې شته ثبات دا زمینه برابره کړې چې له دغه فرصته ښه ګټه پورته شي.

د اسلامي امارت ویاند حمد الله فطرت وايي:« افغانستان د سیمه ییز نښلون لپاره په بشپړه توګه چمتو دی، افغانستان اوس خوندي او باثباته دی، اوس په افغانستان کې د سیمه ییز نښلون پروژې د جوړولو لپاره ښه فرصت دی.»

په ورته مهال د روسیې د ولسمشر مرستیال الکسي اوورچوک، د روسیې له ۲۴ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې روسیه د افغانستان د خاورې له لارې د اوسپنې پټلۍ جوړولو ته لیواله ده.

اوورچوک ټینګار وکړ چې روسیې د بیلابیلو اوسپنو پټلیو له هغې ډلې هغو لارو په اړه چې له افغانستانه تیریږي د خبرو په حال کې ده.

نوموړي زیاته کړه چې د نړۍ له سویلي هېوادونو سره د روسیې د نښلون لپاره هرڅومره زیات فرصتونه چې برابر شي، د روسیې د لیږد رالیږد او لوجستیک وړتیاوې به هم بدلون وکړي.

د روسیې د ولسمشر مرستیال الکسي اوورچوک وايي:« روسیه د اوسپنې پټلۍ د بیلابیلو لارو له هغې ډلې هغو لارو په اړه د خبرو په حال کې ده  چې له افغانستانه تیریږي. هرڅومره چې د نړۍ له سویلي هېوادونو سره د روسیې د نښلولو لپاره ډیر فرصتونه چمتو شي، زموږ ټرانسپورټي او لوجیستیکي وړتیاوې به ډیر بدلون وکړي.»

د اقتصادي چارو شنونکی امیدالله قاسم زی وایي:«د دې زیربنا پراختیا به د کورنیو او بهرنیو پانګونو د راجلبولو لپاره لاره هواره کړي او په ټولیز ډول به له ګاونډیو هیوادونو او سیمې سره د افغانستان سوداګرۍ ته وده ورکړي، چې په پای کې به په هیواد کې دوامداره اقتصادي ودې ته لاره هواره کړي.»

په ورته مهال د روسیې د امنیت شورا مرستیال دیمتري مدودف په رودینا خپرونه کې د خپلې مقالې په یوه برخه کې اسلامي امارت د لویدیځ له لوري له ملاتړو بنسټونو او جوړښتونو سره پرتله کړی او ویلي یې دي چې اسلامي امارت د دغو بنسټونو پر وړاندې روسیې ته لږ زیان رسولی دی.

د روسیې د امنیت شورا مرستیال دیمیتري مدودف وایي:«راځئ چې صادق واوسو، اسلامي امارت، چې له اوږدې مودې راهیسې د ترهګریز سازمان په نوملړ کې وو، د دې ټولو جعلي علمي ادارو په پرتله یې عصري روسیې ته ډیر لږ زیان رسولی چې موخه یې له مظلومانو سره د مرستې په پلمه زموږ د هیواد ویجاړول دي.»

په ورته مهال د سیاسي چارو ځینې شنونکي په وروستیو کې د افغانستان او روسیې ترمنځ اړیکو په اړه داسې لیدلوري لري.

د سیاسي چارو شنونکی عیسی اسحاقزی وايي:«د څلورو لسیزو تاریخ ښودلې ده چې په افغانستان کې بهرنۍ لاسوهنې او یرغل نه یوازې د دې هیواد د خلکو لپاره د سوکالۍ، خوښۍ او دوامداره دولت جوړونې په تضمین کې پاتې راغلي، بلکې تل یې د نورو بحرانونو او بې ثباتۍ لپاره زمینه هم برابره کړې ده.»

د یادونې ده چې په روان کال کې، په سیاسي برخو کې د روسیې او اسلامي امارت ترمنځ اړیکې ښې شوي او په اقتصادي برخه کې هم د پراختیا په حال کې دي او دواړه هېوادونه هڅه کوي دوه اړخیزې همکارۍ پیاوړې کړي او په بیلابیلو برخو کې خپل تعاملات لا زیات کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *