آیا انجه افغانستان کې د کوکنار غوره بدیل کېدای شي؟

آفاق خبري آژانس؛ کابل: انجه؛ هغه طبي بوټی چې ښایي له نامه سره یې لا هم ډېری کسان بلد نه وي، دې بوټي ته په دري ژبه کې هېنګ، په فارسي کې آنغوزه او علمي یا هم لاتیني نوم یې بیا (Ferula assa-foetida) دی. دا بوټی چې درې متره اوږدوالي او پیاوړې رېښې لري، ګل یې شین او ژېړ زنګونه لري او تر ډېره په داسې چاپېریال کې کرل کېږي، چې لږ تر لږه شپږ میاشتې د ګرمۍ موسم ولري، چې له نېکه‌مرغه د افغانستان زیاتره ولایتونه د دې بوټي کښت ته تر ټولو غوره بستر دی. انچه چې خورا نرم بوی لري، تر ډېره په د درملو په جوړولو کې ترې ګټه اخیستل کېږي او دا بوټی د بېلابېلو ناروغیو د درملنې لپاره کارول کېږي.

د څېړنو له مخې، انجه له تېرو دوه زره کلونو راهیسې د ناروغیو د درملنې لپاره کارول کېږي:

  • خوګکري انفولانزا یا (H1N1) ویروس درملنې لپاره
  • ساه‌بندي، زکام او د ماشومانو انفولانزا درملنې لپاره
  • د سږو او ټوخي درملنې لپاره
  • د میندوارۍ د مخنیوي لپاره
  • د کلسټرول او ټري ګلسرېډ او چربۍ کابو کولو لپاره
  • د کومارینو لرلو له امله، د وینې نري کېدو لپاره
  • له شرابو او نورو نشه‌لرونکو مشروباتو سره د مبارزې لپاره
  • د التهابي کېدو ضد خاصت
  • د هضمي سیستم تنظیمولو لپاره
  • د کولمو پاکولو او اشتها زیاتوالي لپاره

همداراز د ځینو نورو مزمنو ناروغیو د درملنې لپاره د انجې له بوټي کار اخیستل کېږي او همداراز په عطرو او د سینګار اړوند توکو کې هم د انجې بوټی کارول کېږي. پر دې سربېره، انجې بوټی ځینې جانبي عوارض هم لري، چې د کارونې پر مهال یې باید دې اړخ ته هم پام وشي. د انجې زیاته کارونه ښایي د زړه بدوالي او کانګو، د ستوني خارښت، شونډو پړسوب او شدید نس‌ناستي لامل هم شي.

انجه چې لا هم په افغانستان کې ډېرې کسان ورسره بلدتیا نه لري، له تېرو درې‌نیمو کلونو راهیسې او د اسلامي امارت له لوري د کوکنارو پر کښت له بنډیز وروسته د دغه طبي بوټي کښت ته د افغان کروندګرو پام ور زیات شوی دی. تازه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند محمد کاظم شهامت له آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي، چې تېر کال په ټول هېواد کې پر ۶۶ زره او ۹۶۹ هکټاره ځمکه کې انجه کرل شوې وه، چې له کرل شوې ځمکې دوه زره او ۹۴۶ مټریک ټنه حاصلات ترلاسه شوي دي. ښاغلی شهامت زیاتوي، چې دا بوټی تر ډېره په بلخ، تخار، بغلان، فاریاب او غزني ولایتونو کې کرل کېږي او په خبره یې تر ډېره د افغانستان انجه هند، ایران، پاکستان، چین او متحده عري اماراتو ته صادرېږي.

که څه هم مسوولین د انجې کښت د کوکنارو تر ټولو غوره بدیل بولي، خو دا چې افغان کروندګرو ته د دغه بوټي کښت یوه نوې تجربه ده، په دې برخه کې د کافي امکاناتو او روزل شویو کسانو نشتون تر ټولو ستره او مهمه ننګونه ده. د اقتصادي چارو شنونکي سره له دې چې د انجې بوټی د هېواد او کروندګرو د اقتصادي ودې لپاره غوره چاره بولي، خو ټینګار کوي، چې که افغان کروندګرو ته اصلاح شوي تخمونه او مسلکي زده کړې ورکړل شي، ښایي د حاصلاتو کچه تر دې هم لوړه او کښت یې پر یادو ولایتونو سربېره د هېواد ګوټ ګوټ ته وغځېږي. د اقتصادي چارو شنونکی عبدالشکور هډه‌وال په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاته کړه: «واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته او د کوکنارو کښت بندېدو سره، انجه یوناني بوټي کښت پراخ او نورو هېوادونو ته یې صادرات زیات شول، د دې بوټي په کښت سره تر ډېره د کروندګرو ستونزې هم هوارې شوې.»

دا چې انجه د افغان کروندګرو لپاره د کوکنارو تر ټولو غوره بدیل دی، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ته په کار ده، چې په دې برخه کې د افغان کروندګرو مسلکي روزنې، هغوی ته د اصلاح شویو تخمونو او معیاري پروسس خونو په پار کورنۍ او بهرنۍ پانګونې را جلب کړي. په دې سره به نه یوازې دا چې د انجې بوټی په مسلکي ډول وکرل شي او ښه حاصل به ولري، بلکې په مسلکي ډول د دې بوټي پروسس او بسته‌بندۍ سره به د افغانستان د صادراتو کچه نوره هم لوړه او ان تر دې چې دا بوټی به د زعفرانو په څېر نړۍوال شهرت پیدا او پر آسیایي بازارونو سربېره به، اروپایي بازارونو ته هم د افغانستان انجې صادرات پیل شي.

دا چې افغانستان د کرنیزو محصولاتو په برخه کې د پروسس او بسته‌بندۍ لپاره کافي امکانات او کارخونې نه لري، نو ډېری مهال د افغانستان کرنیز محصولات او نور تولیدات د ګاونډیو په نامه اروپایي هېوادونو ته صادرېږي، چې ښه بېلګه یې هم د افغانستان زعفران دي، چې د نړۍ په کچه له ځانګړي شهرت او نامه برخمن دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد