آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند خُبیب غفران وایي، چې واک ته د اسلامي امارت له بیاځلي رسېدو راهیسې، ۱۸۰ رسنیزو بنسټونو ته د فعالیت جوازونه وېشل شوي دي. د ښاغلي غفران په خبره، اسلامي امارت د دیني او اسلامي ارزښتونو په رڼا کې، د خبریالانو حقونو تامین په برخه کې کوټلي ګامونه اوچت کړي دي.
خُبیب غفران زیاتوي: «هغه آدرسونه چې د رسنیزو تبلیغاتو او اعلاناتو په برخه کې فعالیت کوي، په دې لیست کې هم شامل دي. په دې توګه واک ته د اسلامي امارت له بیاځلي رسېدو وروسته، ټولټال ۱۸۰ رسنیزو بنسټونو ته د فعالیت تجوازونه وېشل شوي او دا مهال په هېواد کې فعالیت کوي.»
واک ته د اسلامي امارت له را ګرځېدو وروسته، افغانستان کې رسنۍ یو نوی فصل تجربه کوي؛ هغه فصل چې د ځینو محدودیتونو سره سره، رسنیو هڅه کړې د حضور په ساتلو سره، د خلکو غږ اوچت او د بدلونونو منعکس کوونکې واوسي.
له دې سره هممهاله، د افغانستان آزادو ژورنالېستانو ټولنې رییس حجتالله مجددي له اسلامي امارت او نړۍوالو بنسټونو غواړي، څو د خبریالانو د حقونو تامین په برخه کې لا کوټلي ګامونه اوچت کړي. ښاغلی مجددي همداراز د خپلو څرګندونو په یوه برخه کې په هېواد د خبریالانو پر هر اړخیز ملاتړ ټینګار کړی دی.
حجتالله مجددي آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «دا مهال شاوخوا پنځه زره کسان په رسنیو کې کار کوي، خو تر نیمایي زیات یې په افتخاري توګه (پرته له معاش) کار کوي او هغه کسان چې تنخوا اخلي، د هغوی تنخوا د پخوا په پرتله له ۳۰ تر ۵۰ سلنې کمه ده، چې په هېڅ صورت د هغوی د ژوند اړتیاوې نشي پوره کولی.»
په ورته وخت کې، هېواد کې یو شمېر خبریالان بیا له حکومت او ملاتړو بنسټونو ځینې غوښتنې لري. خبریال صفيالله منطق د خبریالانو ستونزو او هغوی سره د همکارۍ په اړه آفاق خبري آژانس ته وایي: «غوښتنې دا دي، چې اسلامي امارت باید له خبریالانو سره همکار واوسي او تر ډېره اطلاعاتو ته لاسرسي په برخه کې مرسته وکړي او همداراز د خبریالانو اقتصادي ستونزو کې هم همکاري وکړي.»
ذبیحالله شریفي بل افغان خبریال آفاق سره خبرو کې زیاتوي: «د پخوا په پرتله د خبریالانو وضعیت خراب شوی دی، خو هغه څه چې خبریالان ورته اړتیا لري، هغه په کاري ساحه کې د دوی ملاتړ دی. یوازې په دې صورت کې خبریالان کولی شي، خپل مسوولیتونه په ښه او اغېزمنه توګه سرته ورسوي.»
دا په داسې حال کې ده، چې په تېر دوو کلونو کې هېواد کې د ځینو رسنیو لکه راډیو بېګم، آرزو ټلویزیون او مشعل راډیو فعالیتونه د یو لړ ستونزو له امله ځنډېدلي وو، چې وروسته بیا د مسوولینو په هڅو یادو رسنیو بېرته فعالیت پیل کړ.
