مولوی عتیق الله عزیزی

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت: د فرهنګي میراثونو د ساتنې په برخه کې د غیر دولتي موسساتو رول مهم دی

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر مرستیال مولوي عتیق الله عزيزي، پرون (دوشنبه، سلواغې ۲۹مه) د غير دولتي موسساتو له مسوولینو سره لیدنه کې ویلي، چې د هېواد د فرهنګي میراثونو او تاریخي آبدو په ساتنه او پالنه کې د دغو بنسټونو رول مهم دی.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې نړيوال سازمانونه او غير دولتي موسسات بايد وهڅول شي، څو د افغانستان د فرهنګي او تاريخي ميراثونو د ساتنې او پالنې په برخه کې لېوالتيا وښيي.

ښاغلي عزيزي په دې ناسته کې زياته کړې، چې افغانستان د فرهنګي او تاريخي ميراثونو له پلوه يو بډای هېواد دی، او د دغو ميراثونو ساتنه يوازې د دولت مسوولیت نه دی، بلکې غير دولتي موسسات او بنسټونه هم باید د یوې منظمې تګلارې له مخې په دې برخه کې، همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته، ګڼو نړيوالو ادارو او سازمانونو، په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو علمي او فرهنګي سازمان (يونيسکو) مرستې قطع شوې، چې له امله یې د هېواد په ګوټ ګوټ کې ځینې تاریخي آبدې د نړېدو له ګواښ سره مخ دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد