له غزې وروسته نړۍ: یو تاریخ

له «غزې وروسته نړۍ: یو تاریخ» کتاب، چې د پنکاج میشرا له خوا لیکل شوی؛ دا کتاب غزه کې روانې جګړې ته له غبرګونونو پیل او بیا د شلمې پېړۍ د دوو سیالانو د روایتونو پراخه بیا ارزونه وړاندې کوي.
میشرا دلیل راوړي، چې له جګړې وروسته نړیوال نظم تر ډېره د هولوکاست بڼه غوره کوي. دا پېښه د جنایت د معیار په توګه وټاکل شوه او په لوېدیځ تصور کې د نسل‌وژنې د نمونې په توګه ګڼل کېږي. خو هغه هېوادونه چې خپله یې د نسل‌وژنې تجربه کړې، دا نه مني چې یوازې هولوکاست مهم وي.
له لوېدیځې نړۍ بهر، د شلمې پېړۍ مهمه کیسه د استعمار ضد مبارزې او خپلواکۍ ترلاسه کولو کیسه ده. میشرا په دې کتاب کې په ډاګه کوي، چې څنګه د هولوکاست یادونه د اسرائیلو د کړنو د توجیه کولو او د نیوکو د مخنیوي لپاره کارول شوې ده.
دا کتاب، چې د «تاوتریخوالي، بې‌نظمۍ او کړاو» په ځواب کې لیکل شوی، یو لړ مهمې پوښتنې یې را ولاړې کړې دي: ایا ځینې ژوندونه له نورو ډېر ارزښت لري؟ هویت څنګه جوړېږي؟ او د ملت–دولت رول باید څه وي؟
میشرا د فلسطین پلوه زده‌کړیالانو د اعتراضونو ستاینه کوي او لیکي، چې غزې د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې ډېر خلک دې ته اړ کړي چې «د خپلو هېوادونو اصلي ستونزې درک کړي.»
د منتقدانو له نظره دغه کتاب د پراخو ستاینو ترڅنګ، توندې نیوکې هم را ولاړې کړې دي؛ له شک پرته چې دا کتاب زموږ د عصر د اخلاقي بحران د درک لپاره تر ټولو مهم اثر ګڼل کېږي.

مطالب بیشتر:  د غزې سترګی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *