فلسطین سره سل کلنه جګړه کتاب، چې د رشید خالدي له لوري لیکل شوی، د فلسطینیانو د مقاومت او یو سل او څو کلونو مبارزې تاریخ په لنډه او روښانه توګه بیانوي. دا کتاب د صهیونیستي غورځنګ او د برېټانیا له استعمار پیلېږی او وروسته د اسراییلو جوړېدو ته پکې لنډه کتنه کېږي. سربېره پر دې، خالدي چې د کولمبیا پوهنتون د منځني ختیځ د معاصر تاریخ فلسطیني الاصله-امریکایي استاد او په همدې پوهنتون کې د ادوارد سعید د څوکۍ استاد دی، د خپلې کورنۍ له لوري لومړني روایتونه وړاندې کوي. د هغه کورنۍ د نکبې تر پېښې مخکې د پېړیو لپاره په بیتالمقدس او یافا کې مېشته وه. همدارنګه، هغه په دې کتاب کې د تېرو پنځو لسیزو شخصي مشاهدې له لوستونکو سره شریکوي، هغه دا هر څه په روانه ژبه، یعنې له اکاډمیکې او رسمي ژبې پرته په خورا ساده الفاظو او تر ټولو مهمه دا چې د ټولو ښکېلو اړخونو په اړه د انصاف په رعایت سره، د خپلو سترګو لیدلی حال بیانوي، چې دا کار لوستونکي لا د کتاب لوستلو ته هڅوي.
د دې کتاب انګلیسي نسخه د لومړي ځل لپاره په ۲۰۲۰ کال کې خپره شوې ده، نو له همدې امله د غزې وروستۍ جګړه پکې نه ده رانغښتل شوې. خو دا کتاب په ډاګه کوي، چې د دې شخړې تاریخ د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې نه، بلکې د شلمې پېړۍ له پیل یو سل او څو کاله وړاندې پیل شوی دی. په دې ترینګلو حالاتو کې د ژباړونکي یوازینۍ هیله دا ده چې لوستونکی دا کتاب په خلاص ذهن او له کوم تعصب پرته ولولي.
دا کتاب سریزه، شپږ څپرکي او یوه پایله لري. د کتاب شپږ څپرکي د «شپږو جګړو اعلان» تر سرلیک لاندې د دې استعماري شخړې مهم تاریخي پړاوونه څېړي. په ترتیب سره، دا څپرکي د لومړۍ نړۍوالې جګړې او د بالفور د اعلامیې پر مهال د صهیونیستي غورځنګ او فلسطینیانو تر منځ شخړه، د ۱۹۳۶–۱۹۳۹ کلونو کې د بریټانیا پر وړاندې د عربانو پاڅون، د ۱۹۴۷–۱۹۴۸ جګړه او د نکبې پیل، د ۱۹۶۷ شپږ ورځنۍ جګړه، په ۱۹۸۲ کال کې د لبنان جګړه، د ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ لسیزو لومړۍ او دویمې انتفاضې او په پای کې د غزې پرلهپسې جګړې تر بحث لاندې نیسي.
