غزه په ناورین کې

د غزه په ناورین کې (Gaza in Crisis) کتاب بېلابېلې برخې په ځان کې رانغاړي. دا کتاب په ۲۰۰۷ زیږدیز کال کې له نوام چامسکي سره د یوې مرکې په وسیله، چې سرلیک یې «د فلسطین برخلیک» دی، پیلېږي. دا اثر د نوام چامسکي او «ایلان پاپه» مقالې او مرکې د فلسطین او اسرائیل د شخړې په اړه دي رانغاړي، چې په دې برخه کې د اسراییلي دولت له لوري وړاندې شوې کیسو او روایتونو سره ډېر بنسټیز توپیرونه لري.
دا کتاب لوستونکو سره مرسته کوي، چې دې موضوع ته له یوې نوې زاویې وګوري. له دغو مقالو هره یوه د تاریخي پېښو پر مهمو برخو لا ډيره رڼا اچولې او لا ډېر یې لوستونکي له فکري ننګونو سره مخ کړي دي. همدارنګه ویل شوي،چې د ایلان پاپه غوره شوې مقالې د ننني فلسطین د سم درک او پوهېدو لپاره لوستونکو ته یو ډېر مناسب تاریخي شالید برابروي.
ایلان پاپه په دویمه او درېیمه برخو کې د تاریخي بدلونونو او د فلسطین په مسله کې د امریکا متحده ایالاتو د لاسوهنو څرنګوالی شنلی او همدارنګه یې د اسراییل له لوري د «یوم النکبت» د انکار لاملونه څېړلي دي. څلورم فصل د نوام چامسکي مقاله ده، چې سرلیک یې دی: «غزه ۲۰۰۹: دا ټول وحشیان له منځه یوسئ!». نوام چامسکي په دې ټکان ورکوونکې مقاله کې پر غزې تړانګې د اسراییل هغه برید څېړي، چې له ۲۰۰۸کال دیسمبر څخه تر ۲۰۰۹کال جنوري پورې وغځېد؛ او په عین حال د امریکا متحده ایالاتو او اروپایي اتحادیې له اسراییل سره د اړیکو په اړه شننې وړاندې کوي او د عربانو ترمنځ د مدني او پوځي مقاومت رول هم ارزوي.
په پنځم او اووم فصلونو کې د یو خپلواک دولت د جوړېدو د خوځښت پرمختګ تشریح شوی او همدارنګه په غزه کې د فلسطینیانو پراخې وژنې په کې انځور شوې دي.
د غزې تړانګه د فلسطین د ټولو ځمکو له دوه سلنې لږ څه زیاته برخه جوړوي، خو په خبرونو، رسنیو او پر دې سیمې د اسراییل په بې‌رحمانه یرغلونو کې ـ لکه هغه پراخه وژنه چې په ۲۰۰۹ کال د جنورۍ په میاشت کې ترسره شوه ـ او په ټوله کې هر ځای، چې د غزې تړانګې نوم یادېږي، دې ټکي ته په کې اشاره نه کېږي. د غزې تړانګه دومره کوچنۍ ده چې پخوا هېڅکله د فلسطین له نورو سیمو بېله نه ګڼل کېده. د غزې باریکه د جغرافیایي موقعیت له پلوه ډېره حیاتي ده او د فلسطین لپاره د سمندر له لارې د نړۍ نورو سیمو ته د ننوتلو دروازه بلل کیږي.
له همدې امله په دې ښار کې د ژوند طریقه د دې هېواد د نورو برخو په پرتله ډېر انعطاف‌منونکې او نړیواله وده وکړه؛ البته هغه نورې ټولنې هم، چې په معاصر پېر کې د ختیځې مدیترانې په سیمه کې د خپلو هېوادونو د تېرېدو او نښلېدو لارې دي، د غزې له وضعیت سره ورته حالت لري او په هغو ښارونو کې ژوند هم ډېر انعطاف‌منونکی دی. دا سیمه د سمندر له نږدېوالي او له مصر او لبنان سره د سمندري پولې د لرلو له امله ډېره اباده وه او د ډېرې سوکالۍ او د ښه ژوند دوره یې تېروله؛ تر هغه چې په ۱۹۴۸ زیږدیز کال کې د اسراییل د نژادي پاک‌کارۍ د پروژو پلي کېدو، د دې ښار د ژوند بهیر ګډوډ کړ او هغه یې د ورانېدو پر لور بوتله.

مطالب بیشتر:  د غزې سترګی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *