د امین صیقل کتاب «د یوې جګړې د ماتې څرنګوالی: افغانستان کې د امریکا د لاسوهنې کیسته» په افغانستان کې د لوېدیځو هېوادونو، په ځانګړي ډول د امریکا، د ماتې په اړه لیکل شوی دی. په دې کتاب کې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱مې له پېښو نیولې، تر ۲۰۲۱ کال د کابل تر سقوط پورې مسایل څېړل شوي دي. صیقل، چې د مرکزي اسیا د چارو او بهرنۍ پالیسۍ له مخکښو متخصصانو ګڼل کېږي، په دې کتاب کې یې د افغانستان په جګړه کې د امریکا د ماتې لاملونه او پایلې څېړلي دي.
د سپټمبر ۱۱مې له ترهګریزو بریدونو وروسته، امریکا د اسلامي امارت او القاعده د له منځه وړلو په موخه پر افغانستان برید وکړ. دا برید که څه هم په پیل کې چټک او بریالی ښکاره کېده، خو ورو ورو په یوې اوږدمهالې او پېچلې جګړې بدل شو چې هېڅکله مطلوبې پایلې ته ونه رسېده. د دې ناکامۍ له اصلي لاملونو یو دا و، چې امریکا ونه توانېده اسامه بن لادن ونیسي او همدارنګه یې په افغانستان کې د یوه ډیموکراټیک او باثباته حکومت د جوړولو هڅې ناکامې شوې. صیقل ټینګار کوي چې د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې د امریکا د پوځي او سیاسي موخو ترمنځ ناهمغږي، د دې ماتې له مهمو عواملو وه.
په دې کتاب کې د صیقل د تحلیل یو بل مهم اړخ په افغانستان کې د ولسي مشروعیت لرونکي دولت د جوړولو ناتواني ده. دا کمزوري بالاخره د دې لامل شوه، چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته طالبان وکولی شي په ډېر لنډ وخت کې بېرته واک ته ورسېږي. صیقل په پای کې دې پایلې ته رسېږي چې د افغانستان جګړه د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ له سترو ناکامیو وه او د افغان ولس لپاره د دې جګړې پایلې، په ځانګړي ډول په بشري او ټولنیزو برخو کې بوږنوونکې وې.
دا کتاب نه یوازې د افغانستان په جګړه کې د امریکا د ماتې لاملونه څېړي، بلکې د افغانستان پر خلکو د دې جګړې د بوږنوونکو پایلو ارزونه هم کوي.
