د ماتې انتخاب، افغانستان کې د امریکا شل کلنې پرېکړې او ماتې

د «د ماتې انتخاب، افغانستان کې د امریکا شل کلنې پرېکړې او ماتې» کتاب د امریکا د جورج‌ټاون پوهنتون د استاد پاول میلر له خوا لیکل شوی دی. دا کتاب افغانستان کې د امریکا د شل کلنې جګړې کیسه د همدې جګړې د معمارانو له ژبو بیانوي.

دا کتاب د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږدې جګړې کیسه کوي او د پردې تر شا د ملاحظاتو او پرېکړو رازونه بربنډوي. لیکوال په دې کتاب کې په پوځ، سي‌ای‌اې او سپینه ماڼۍ کې د کار کولو پر مهال خپلې شخصي تجربې او همداراز د هغو مرکو سره یو ځای کړې چې د بوش، اوباما او ټرمپ د حکومتونو له پالیسي جوړوونکو سره یې ترسره کړې دي. له همدې لارې، هغه د جګړې پر مهال د امریکایي مشرانو د پرېکړو د څرنګوالي په اړه یو مخکښ او ژور څېړنیز کتاب لیکلی دی.
د ماتې انتخاب کتاب لوستونکي د سپینې ماڼۍ د وضعیت خونې (Situation Room) ته وړي او د شلو کلونو په اوږدو کې ټول مهم ستراتیژیک بحثونه او مناظرې په ډېر دقت سره بیانوي: د سپټمبر د یوولسمې نېټې له سملاسي پایلو نیولې، د اوباما د واکمنۍ پر مهال د ځواکونو زیاتولو او وروسته د وتلو تر پرېکړې، د ټرمپ لومړۍ دورې پر مهال له اسلامي امارت سره تر مذاکراتو او په پای کې د بایډن د حکومت له لوري د وتلو تر وروستۍ پرېکړې، ټول اړخونه بیانوي.
پاول میلر په دې کتاب کې د امریکا د رهبرۍ، حکومتدارۍ، پوځي ستراتیژۍ او پالیسي جوړونې هغه ستونزې تشخیصوي چې یوازې د افغانستان جګړې پورې محدودې نه دي، بلکې د متحده ایالاتو د بهرنۍ پالیسۍ پر ژورو او بنسټیزو ننګونو رڼا اچوي.

مطالب بیشتر:  له غزې وروسته نړۍ: یو تاریخ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *