خاینانه شاتګ؛ په افغانستان کې د امریکا ماتې

«خاینانه شاتګ؛ په افغانستان کې د امریکا ماتې» کتاب چې د شیموس فنسي له خوا لیکل شوی، په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو ارزونه او نقد کوي. فنسي، چې په خپله یو پخوانی سرتېری او باوري څېړونکی دی، په دې کتاب کې ټینګار کوي چې له افغانستانه د امریکا وتل یوازې یو تاکتیکي شاتګ نه و، بلکې د متحده ایالتونو لپاره یوه ستره، پوځي او له سپکاوي ډکه ماتې وه. هغه دا پرېکړه له هغو وینو سره خیانت بولي، چې امریکايي سرتېروپه افغانستان کې تویې کړې دي او د وتلو له ناسم مدیریت یې، د امریکا پر حکومت سختې نېوکې کړې او همداراز دا یې د ۹/۱۱ بریدونو قربانیانو ته سپکاوی بللی دی.
فنسي د شواهدو او منطقي تحلیلونو په وړاندې کولو سره، روښانه کړې چې دا فاجعه په آسانۍ سره د مخنیوي وړ وه. هغه په ځانګړي ډول د جوبایډن د ولسمشرۍ پر مهال د امریکا پر مشرتابه نیوکه کوي او باور لري چې د متحده ایالتونو غیرمسلکي او بې‌اساسه پرېکړې، د اسلامي امارت د ځواکونو له خوا د افغانستان د چټک سقوط لامل شوې. هغه دا پوښتنه څېړي چې ایا متحده ایالتونو په قصدي ډول اسلامي امارت بیا واکمنېدو کې مرسته کړې، ‎که دا د امریکا ستراتېژیکې تېروتنې وې او همداراز ولې دغو ناسنجول شویو پرېکړو امریکا له افغانستانه وتلو ته اړه کړه؟
په ورته وخت کې، فنسي پر اسلامي امارت هم نیوکې کړې. هغه په افغانستان کې د یوه ډموکراټیک او پایداره حکومت جوړولو په برخه کې د اسلامي امارت ناکامۍ یادوي، د ساختاري کمزوریو ترڅنګ د خلکو د واقعي اړتیاوو د پوره کولو ناتوانۍ ته اشاره کوي. اسلامي امارت چې په وروستیو کلونو کې د نا غوښتل شوو جګړو او بې‌ثباتیو له لارې واک ته ورسېد، ونه توانېد چې د عدالت ټینګښت او د ټولنیز وضعیت د ښه والي په اړه خپلې ژمنې پوره کړي. دې ډلې نه یوازې د بشري حقونو او فردي ازادیو ته پاملرنه ونه کړه، بلکې د افغانستان د خلکو د ژوند شرایط یې له جدي ستونزو سره مخ کړل.
په پای کې، فنسي په دې باور دی چې د متحده ایالتونو رهبرۍ په افغانستان کې د خپل چلند له امله نه یوازې د سرتېرو او د ۹/۱۱ د بریدونو له قربانیانو سره خیانت کړی، بلکې هغو ارزښتونو ته یې هم زیان رسولی چې امریکا باید ساتلي وای. سره له دې چې هغه د بایډن پر سیاستونو سختې نیوکې کوي، د هغه په کتاب کې دا هم راغلي، چې امریکا او طالبانو دواړو په دې موضوع کې رول لوبولی، هغه رول چې هېڅکله له پامه نه شي غورځېدای.

مطالب بیشتر:  د افغانستان اسناد: د جګړې لنډ تاریخ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *