افشا شوی افغانستان: د افغانستان د اوږدې جګړې لارښود

افغانستان کې د پوځي عملیاتو په اوج کې، نږدې سل زره امریکايي سرتېري مېشت وو او د متحده ایالتونو د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه یې پر مخ وړله. خو پوښتنه دا ده، چې امریکایي ځواکونو تر کومه بریده د هغې خاورې په اړه معلومات لرل، کوم چې دا جګړه پکې روانه وه؟ سره له دې چې ډېری شمېر سرتېرو یې د عراق د خلکو، تاریخ او جغرافیې په اړه یو نسبي درک موندلی و، خو پر دې سربېره هم، د افغانستان خاورې په اړه دوی تر ډېره معلومات نه درلودل.
«افشا شوی افغانستان: د امریکا تر ټولو اوږدې جګړې لارښود» کتاب، په لومړیو کې د امریکا د پوځ له خوا د دې لپاره چاپ او خپور شو، څو پوځي ځواکونو ته د افغانستان د جغرافیې، قومونو او تاریخ یو عمومي انځور وړاندې کړي، خو ورپسې د عامو لوستونکو لاس ته هم ولوېده. براین ګلین ویلیامز، هغه تاریخپوه چې په تېرو لسو کلونو کې څو ځله افغانستان ته سفر کړی، په دې کتاب کې د جګړې یو اړین شالید وړاندې کوي او د طالبانو د راڅرګندېدو، سقوط او بېرته راګرځېدو بهیر څېړي.
د کتاب ځانګړې برخې هغو موضوعاتو ته ځانګړې شوې دي لکه د پاکستان په قبایلي سیمو کې د سي‌اې‌اې د «Predator» بې‌پیلوټه الوتکو کمپاین، له عراقه افغانستان ته د ځانمرګو بریدونو د پدیدې پراختیا او په افغانستان کې د شوروي اتحاد او متحده ایالتونو د تجربو پرتله د دغه کتاب اصلي منځپانګه ده.
د ویلیامز له نظره، چې د مرکزي اسیا د تاریخ متخصص دی، افغانستان یوازې د ترهګرۍ پر ضد د جګړې ډګر نه دی، بلکې یو لرغونی، په زړه پورې او ښکلی هېواد دی. داسې ځای چې د خطر او ګډوډۍ تر څنګ، مېلمه‌پال کلي، زړه‌راښکونکي منظرې او د کلتوري تنوع پراخه شتمني لري. هغه په دې کتاب کې د خپلو شخصي تجربو پر بنسټ له شمال ټلوالې د ازبک جنګسالارانو تر څنګ له ژوند کولو نیولې، د ناټو په یوه لویه اډه تر کار او فعالیت فعالیت پورې، افغانستان په ژوندي او ملموس ډول انځوروي.
د دغه کتاب په روایتونو کې د افغانستان بېلابېلو قومونو ارزونه شوې. مهمې جګړې، هغه که تاریخي وي او که معاصرې پکې بیا بیانېږي او هغه هېواد چې ډېری خلک یې یوازې د یوې اوږدې جګړې د وېروونکې صحنې په توګه پېژني، په څو اړخیزه او ډېر واقعي بڼه انځور شوی دی.

مطالب بیشتر:  غزه په ناورین کې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *