آفاق خبري آژانس؛ کابل: د شانګهاۍ د همکاریو سازمان غړو د چین په تیانجین ښار کې له دوه ورځنۍ غونډې وروسته د تیانجین غونډې په وروستۍ اعلامیه کې پر خپلواک، بې پرې او له ترهګرۍ پاک افغانستان باندې ټینګار وکړ. په اعلامیه کې دغه راز په افغانستان کې د ټولګډوني حکومت جوړېدو او له نشه يي توکو سره د مبارزې یادونه شوې ده.
د تیانجین غونډې د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي: «د یو خپلواک، بې طرفه، له ترهګرۍ، جګړې او نشه يي توکو د پاک او سوله ییز هېواد په توګه د افغانستان د جوړولو او ټولګډوني حکومت پر ژمنې ټینګار.»
بل لور ته، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په دې غونډه کې ویلي چې یو سوله ییز او ټیکاو لرونکی افغانستان د سیمې لپاره حیاتي دی. ښاغلي شریف په خپلو څرګندونو کې زیاته کړې چې اسلام اباد د افغانستان له رهبرۍ سره په اړیکه کې دی او هیله لري چې دا همکاري له چین سره په همکارۍ مثبتې پایلې له ځان سره ولري.
د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف په دې غونډه کې ویلي: «پاکستان باور لري چې یو سوله ییز او ټيکاو لرونکی افغانستان زموږ د سیمې لپاره حیاتي دی، موږ دغه راز د افغانستان له رهبرۍ سره په اړیکه کې یوو او هیله لرو چې دا همکاري له چین سره له درې اړخیزو خبرو اترو سره مل مثبتې پایلې ولري.»
د سیاسي چارو شنونکی سلیم پیګیر آفاق خبري آژانس سره د دې غونډې په اړه وایي: «د شانګهای همکاریو سازمان ټول غړي هېوادونه سره متحد شوي، څو له اسلامي امارت سره ښې اړیکې ولري، خو دا چې څه ډول حکومت ولرو او په حکومت کې کوم کسان واوسي، دا چاره باید د افغانستان د خلکو پرېکړې او ارادې ته پرېښودل شي.»
اسلامي امارت تر اوسه د شانګهای د همکاریو سازمان د غونډې د وروستۍ بیانیې په اړه نظر نه دی څرګند کړی خو په ځلونو یې ټینګار کړی چې اوسنی حکومت ټولګډونی او د افغان ټولنې د واقعیتونو له مخې یو مشروع نظام دی.
په ورته مهال، د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وایي، چې بهرني هېوادونه نه باید د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله وکړي. دوی ټینګار کوي چې نړیواله ټولنه باید په اقتصادي، سوداګریزو، ټولنیزو او بشري برخو کې د سیاسي مسایلو له په پام کې نیولو پرته له افغانستان سره عملي او ریښتینې همکاري ولري.
د سیاسي چارو شنونکی سیدعبادالله صادق بیا وایي، چې د سیمې ستر هېوادونه باید اسلامي امارت سره اړیکې پراخې کړي. د هغه په خبره: «ستر هېوادونه افغانستان سره د همکارۍ په پار، باید په بېلابېلو برخو کې د اړیکو کچه لوړه کړي؛ که هغه اقتصادي وي، تجارتي وي او یا هم ترانزیټي او یا هم په فرهنګي او تعلیمي برخو کې وي، خو مهمه دا ده، چې اسلاميا مارت او د افغانستان له خلکو سره همکارۍ وکړي.»
د سیاسي چارو بل شنونکی یاسین حبیب بیا د شانګهای همکاریو سازمان د غونډې په اړه داسې لیدلوری لري: «که ټول ګډونه حکومت جوړ شي، باید پکې نوې، استعداد لرونکې او رښتینې څېرې واوسي. مسلمان وي او هېواد سره مینه ولري او تر ټولو مهمه دا چې ښې زدهکړې یې کړې وي او پراخه تجربه ولري. پخوا په فساد، اختلاص او د خلکو د شتمنو او بیتالمال په غلاوو کې ښکېل نه وي او همداراز د افغانستان د خلکو په وینو یې لاسونه سره نه وي.»
دا په داسې حال کې ده چې د شانګهای د همکاریو سازمان غونډه د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر په لومړۍ نېټه د چین په تیانجین ښار کې ترسره شوه او د شانګهای د همکاریو سازمان د ۱۰ دایمی غړو هېوادونو مشرانو له هغې ډلې چین، روسیې، هند، پاکستان، ایران او دغه راز د ۱۴ نورو هېوادونو له هغې ډلې ترکیې، مصر، قطر، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، نیپال، سریلانکا او نورو هېوادونو استازو پکې ګډون درلود.
