آفاق خبري آژانس؛ کابل: یوه سرچینه آفاق خبري آژانس ته تاییدوي، چې د «اسلامآباد پروسې» تر نامه لاندې د اسلامي امارت د مخالفو څېرو غونډه، د سپټمبر میاشتې وروستۍ اونۍ ته ځنډېدلې ده. د دې سرچینې په خبره، د دغه ځنډ اصلي لامل، ګډون کوونکو ته د وېزې په ورکړه کې ستونزې بلل شوې دي.
په ورته وخت کې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه خبري غونډه کې په ډاګه کړې، چې د «اسلامآباد پروسې» تر نامه لاندې غونډه یوې څېړنیزې او فکري بنسټ پورې اړه لري او په خبره یې، د پاکستان حکومت د دې غونډې کوربهتوب نه لري.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند د خپلو خبرو په دوام زیاته کړې: «دا د یوه څېړنیز او فکري بنسټ فعالیت دی، نه کوم دولتي پروګرام. د پاکستان دولت د کوم رسمي کنفرانس کوربهتوب نه لري، کوم چې دا خلک یې را بللي، دا یو څېړنیز بنسټ دی. مهم ټکی دا دی چې دغه غونډه په ښکاره توګه ترسره کېږي، نه په پټه.»
پاکستانی خبریال طاهر خان د دې غونډې د ځنډ لاملونو په اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «د دې غونډې د ځنډېدو یو لامل دا دی چې هغوی غواړي نور موضوعات هم په اجنډا کې شامل کړي، څو یوه بشپړه او هر اړخیزه غونډه وشي. د ویزې موضوع هم یو بل عامل کېدای شي چې د دې بهیر د ځنډېدو لامل شوی دی.»
په ورته وخت کې د چارو یو شمېر شنونکي د «اسلامآباد پروسه» د پاکستان یوه استخباراتي لوبه بولي او په دې باور دي، چې پاکستان غواړي، د اسلامي امارت له مخالفو څېرو، پر اوسني حکومت د فشار آلې په توګه کار اخلي.
د نړۍوالو چارو شنونکی ولي فروزان د دې غونډې په اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «پاکستان غوره ګڼي، چې د ټولنې له هغې برخې سره اړیکې وساتي، چې په قدرت کې دي، په ځانګړي ډول هغه کسان چې پوځي ځواک او سیاسي نفوذ لري. په دا ډول شرایطو کې، پاکستان کېدای شي له دې غونډې د یوې ستراتېژیکې وسیلې په توګه کار واخلي، څو وښيي چې له دغو مخالفو ډلو سره تعامل لري او په ورته وخت کې د اسلامي امارت پر وړاندې د فشار وسیلې په واک کې لري.»
د نړۍوالو چارو شنونکی بلال باطمي بیا آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «پاکستان له امنیتي اړخه د دې غونډې ترسره کېدل ستونزمن بلل. له همدې امله اعلان وشو چې غونډه د سپتمبر تر میاشتې پورې ځنډېدلې ده، خو په حقیقت کې کېدای شي دا غونډه په بشپړه توګه لغوه شي.»
که څه هم پاکستان وایي، چې دا غونډه د یوه انسټیټیوټ له لوري ترتیب شوې وه، خو د چارو یو شمېر نور شنونکي بیا په دې باور دي، چې کابل کې د پاکستان، افغانستان او چین درېاړخیزه غونډه کې ښایي اسلامي امارت په دې اړه د پاکستان لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاقډار سره په دې اړه خپل لیدلوری شریک او په تړاو یې خپل جدي مخالفت څرګند کړی وی. د دوی په باور، پاکستان وروستیو کې هڅې پیل کړې، چې اسلامي امارت سره اړیکې مثبتې کړي، خو د داسې غونډو جوړېدل ښایي د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا ترینګلې کړي. دا چې اوس نړۍ په دې اعتراف کړی، چې اسلامي امارت په افغانستان کې یو واقعیت دی او د سیمې له هېوادونو او سترو قدرتونو سره ورځ تر بلې اړیکې د پراختیا په حال کې دي، نو ښایي اسلامي امارت هڅه وکړي د سیاسي فشار او ډیپلوماټیکو هلو ځلو له لارې د دا ډول غونډو جوړېدو کلکه مخه ونیسي.
دا لومړی ځل نه دی، چې د افغانستان په تړاو د سیاسي مخالفینو جوړېدونکې غونډه ځنډېږي، بلکې تر دې وړاندې ترکیه کې هم ورته غونډې لغوه شوې او د کوربه هېوادونو له لوري مخالفو ډلو ته د افغانستان د اوسنۍ واکمنۍ پر وړاندې د غونډو جوړېدو اجازه نه ده ورکړل شوې.
دا په داسې حال کې ده، چې تمه وه د روان میلادي کال د اګسټ میاشتې په ۲۵مه او ۲۶مه نېټه د سویلي آسیا سټراټیژیک ثبات انسټیټیوټ له لوري د اسلامي امارت مخالفو څېرو غونډه جوړه شي. د یاد بنسټ مشرې ویلي وو، چې د دې غونډې اصلي موخه د سولې او ثبات په اړه بحث دی.
