له اتونبایوا د شاهین غوښتنه؛ د امنیت شورا غونډه کې شته واقعیتونه منعکس کړئ

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د قطر په دوحه کې د اسلامي امارت سفارت سرپرست سهیل شاهین، د ملګروملتونو د امنیت شورا د غونډې په درشل کې چې ټاکل شوې د افغانستان په اړه د روانې زیږدیز میاشتې په ۱۷ نېټه ترسره شي له رزا اتونبایوا څخه غواړي چې په یاده غونډه کې خپل راپور د افغانستان د واقعیتونو له مخې چمتو او وړاندې کړي.

ښاغلی شاهین آفاق خبري آژانس ته وایي چې اسلامي امارت په وروستیو کلونو کې د امنیت، اقتصاد او له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې مهمې لاسته راوړنې لري او په رپوټ کې د دغو پرمختګونو انعکاس کولی شي له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د تعامل زمینه برابره کړي.

سهیل شاهین په دې اړه زیاتوي: «موږ تمه لرو چې امنیت شورا ته به د رزا اوتونبایوا راپور د افغانستان یو ریښتینی او دقیق انځور وړاندې کړي، نه دا چې په یو اړخیزو نیوکو تمرکز وکړي. اسلامي امارت په وروستیو کلونو کې په اقتصادي، امنیتي، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې او نورو برخو کې د پام وړ لاسته راوړنې لري او دا بریاوې باید په راپور کې منعکس شي. د دې واقعیتونو انعکاس کولی شي له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د رغنده ښکیلتیا لپاره لاره هواره کړي او د افغانانو د ستونزو په کمولو کې د ملګرو ملتونو مثبت رول روښانه کړ.»

د ملګروملتونو امنیت شورا د خبرپاڼې له مخې، ټاکل شوې رزا اتونبایوا په دې غونډه کې د افغانستان د وضعیت په تړاو خپل وروستی درې میاشتنی راپور وړاندې کړي او له درېیو کلونو وروسته خپل ماموریت ته د پای ټکی کیږدي. په ورته مهال، پوښتنه دا ده چې د افغانستان د وضعیت په اړه د پرله پسې راپورونو له وړاندې کولو او غونډو له جوړېدو سره سره، ولې د ملګورملتونو د معاونیت پلاوی ونه توانید اسلامي امارت له نړیوالې ټولنې سره مدغم او یا هم د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې ترمنځ د خبرو اترو زمینه برابره کړي؟

د نړیوالو اړیکو شنونکی عمر صمد آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «د ملګرو ملتونو پریکړې د یو کس، یو ګروپ او یا هم د یوې ځانګړې ډلې په لاس کې نه دي. نن ورځ هم، ځینې هغه تمې چې له ملګرو ملتونو څخه وې، نوې بڼه بې غوره کړې ده. له دې سره اصلي هیله دا ده څوک چې د میرمن اوتونبایوا ځای ناستی کیږي وکولی شي د افغانستان له مسلې سره هغه ډول چلند وکړي لکه څنګه چې ورته اړتیا ده او د افغانستان دننه او بهر، په ځانګړې توګه له علاقه لرونکو هېوادونو سره د پراخو اړیکو د رامنځته کولو له لارې ګټور او اغیزناک کار ترسره کړي.»

د نړیوالو اړیکو شنونکی واحد فقیري بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «په نړیواله ټولنه، په ځانګړې توګه سیمه کې، د اسلامي امارت په اړه د باور په رامنځته کولو کې د ملګرو ملتونو ناکامي تر ډیره حده د افغانستان له کورني سیاست سره تړاو لري. افغانستان باید داسې پالیسۍ غوره کړي چې د نړیوالې ټولنې نیوکو ته ځواب ووايي او روڼتیا رامنځته کړي. تر هغه چې دا ګامونه پورته نشي، له اوسني حکومت سره د ښکیلتیا لپاره به زموږ نظر مثبت نه وي.»

دا په داسې حال کې ده چې وروستیو کلونو کې، اسلامي امارت هڅه کړې د سراسري ټیکاو په ساتلو، د ملي اقتصاد په ښه کولو او له نشه يي توکو سره په مبارزې سره له نړۍ سره د مثبت تعامل زمینې برابرې کړي.

په ورته مهال، د ملګروملتونو د امنیت شورا غونډې، د یوناما له لوري د راپورونو وړاندې کول کولی شي د شته واقعیتونو په انعکاس او د تعامل او رسمیت پیژندنې په برخه کې د اسانتیا رامنځته کولو کې مهم رول ولوبوي، خو دا لړۍ د نړیوالو بنسټونو له لوري د افغانستان د بدلونونو منصفانه انعکاس ته اړتیا لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *