آفاق خبري آژانس؛ کابل: په قطر او ترکیه کې له څو پړاونو خبرو اترو وروسته، دا ځل سعودي عربستان په ریاض کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مخامخ خبرو اترو کوربه شو، هغه خبرې اترې چې ویل کیږي د دوو ګاونډیو ترمنځ د ترینګلتیاوو د کمولو په موخه ترسره شوي.
پاکستاني رسنیو د خپل سرچینو له قوله رپوټ ورکړی چې دا غونډه د تړلو درواز تر شا ترسره شوه او دواړو لورو پر خپلو مخکنیو دریځونو ټینګار کړی او د هوکړې کوم څرک نه دی لیدل شوی.
په ورته مهال، د دغو خبرو اترو په لړ کې، د سعودي عربستان چارواکو وړاندیز کړی چې پاکستان دې له افغانستان سره د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پیل لړۍ د خبرو اترو د دوام پر مهال و ارزوي خو اسلام آباد دا وړاندیز رد کړی دی.
پاکستاني رسني د خپلو سرچینو له قوله وایي:« په ریاض کې د تړلو دروازو تر شا غونډه پرته له کوم پرمختګ پای ته ورسېده، ځکه چې دواړو خواوو په خپلو اوږدمهاله دریځونو ټینګار کاوه او پاکستان د جوړجاړي لپاره هیڅ لیوالتیا نه ښودله.»
د سیاسي چارو شنونکی خلیل احمد نادم وایي: «دا هغه څه دي چې پاکستان کرلي وو او نن یې د دوی لمن نیولې ده. د پاکستان اوسنی وضعیت د همدې تګلارو پایله ده؛ که څه هم زه فکر نه کوم چې د هیواد د ویشلو مسله پکې وي، خو دا څرګنده ده چې دې پالیسۍ نن د دوی خپله لمن نیولې ده.»
په ورته مهال د سیاسي چارو ځینې شنونکی په دې باور دي چې پاکستان یو ځل بیا د لویو قدرتونو ژیوستراتژیک ماموریت تعقیبوي او له همدې امله، دیپلماتیکې هڅې بې پایلې پاتې دي او حتا ښايي تازه خبرې اترې هم له بنبست سره مخ شي.
دوی دغه راز ټینګار کوي چې اسلام آباد د افغانستان پر وړاندې د خپلې تګلارې بدلولو ته چمتو نه دی، ځکه له لویدیځ څخه یې پروژه ترلاسه کړې ده.
د سیاسي چارو شنونکی نثار احمد شیرزی په دې تړاو وایي:« که په بیلابیلو هیوادونو کې خبرې اترې بیا هم پیل شي، نو له بنبست او ناکامۍ سره به مخ شي، ځکه چې پاکستان ژمن دی خپل لوی ستراتیژیک ماموریت په هره ممکنه لاره پلی کړي او له هغه لاس وانخلي.»
دا په داسې حال کې ده چې له قطر او ترکیې وروسته سعودي عربستان دریم هېواد دی چې د کابل او اسلام آباد ترمنځ د ترینګلتیاوو د حل لپاره غونډه جوړوي خو بې پایلې پای ته رسیږی.
د سرچینو په وینا ښایي د سعودي عربستان په کوربه توب د دغو خبرو اترو بل پړاو بیا هم ترسره شي.
