خوارزمي: پر کونړ د پاکستان هوایي بریدونو په اړه راپورونه تبلیغات دي

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي د کونړ ولایت پر ځینو برخو د پاکستاني الوتکو د بریدونو په اړه راپورونه رد کړل. ښاغلي خوارزمي له آفاق خبري آژانس سره په خبرو کې دا راپورونه تبلیغات وګڼل او ټینګار کوي چې دا راپورونه واقعیت نه لري.

تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې پاکستاني الوتکو د جمعې په ورځ د ماسپښین شاوخوا ۳ بجو د کونړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ په ناوه کلي کې هوایي بریدونه کړي دي. که څه هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان په دې اړه څه نه دي ویلي خو په یوه خبري غونډه کې یې د افغانستان پر خاورې د پاکستان د څو ورځو وړاندې بریدونه تایید کړل. نوموړي ویلي چې د پاکستان امنیتی ځواکونه افغانستان ته نږدې سیمو کې هدفي عملیات ترسره کوي څو پاکستاني وګړي د ترهګرۍ له ګواښونو وژغوري.

شفقت علي خان په دې خبري غونډه کې زیاته کړې: «زموږ امنیتي ځواکونه او د قانون پلي کوونکي د ترهګرۍ له ګواښونو چې د خوارجو فتنه ګرو ډلو له لوري رامنځته کیږي د خپلو خلکو د ژغورلو لپاره افغانستان ته نږدې سیمو کې هدفمند عملیات ترسره کوي، دا عملیاتونه په دقت او باوري معلوماتو له مخې ترسره کیږي. »

د سیاسي چارو شنونکی عزیز ستانکزی د پاکستاني لوري ادعاوو ته په اشارې وایي: «که پاکستان افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي په اړه اسناد لري، باید هغه د افغانستان له استخباراتي سرچینو سره شریک او همکاري ترې وغواړي. پاکستان تل له افغان لوري سره له خبرو اترو ډډه کړې او په دې اړه یې د افغانستان له حکومت سره جدي خبرې نه دي کړې. په داسې حال کې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ باید اړیکې پیاوړې شي، خو پاکستان وخت ناوخته ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې ترینګلتیاوې رامنځته کوي.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند دغه راز وایي چې هېواد یې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري او له خپلو ګاونډیانو سره د خبرو اترو او دیپلوماتیکي همکارۍ له لارې د ترهګرۍ له ګډو ستونزو سره د مقابلې لپاره هڅه کوي. شفقت علي خان دغه راز د وینا پر مهال، له ترهګرو ډلو سره مقابله کې د پاکستان د ناکامۍ په اړه د اسلامي امارت د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ټینګار وکړ چې دا څرګندونې په سیمه کط د ترهګرۍ د ګواښونو واقعیت نه شي بدلولی.

نوموړي زیاته کړه، یاده موضوع لامل شوې څو د دواړو هېوادونو اړیکې له ستونزو سره مخ شي، خو پخواني تعاملات او ګډې ګټې په سیمه کې د امنیتي همکاریو او سولې او ټیکاو لپاره فرصتونه برابروي. د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی بیا په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «دا چې پاکستان تل په نړۍوال سټېجونو افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي د حضور په اړه شکایتونه کوي، چې ګواکې د پآکستاني طالبانو تحریک غړي د افغانستان په خاوره کې روزل او تجهیز او ورپسې بلوچستان او پښتونستان ته لېږدول کېږي، دا صرف یوه ادعا ده او دا هېڅ امکان نه لري چې د پاکستاني ډلو افغانستان ترمنځ دې داسې کومه اړیکه وي.»

خو پوښتنه دا ده چې د افغانستان پر خاوره د بې پیلوټه الوتکو بریدونو، له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه د پاکستان ادعاوو او د دغو اقداماتو پایلو د دواړو هېوادونو پر اړیکو او سیمې پر ټیکاو څه اغیز کړی او شخړو د کمولو او همکاریو د پیاوړتیا لپاره کومې لارې چارې شته؟

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې اسلامي امارت پر ننګرهار او خوست ولایتونو د پاکستان د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو په غبرګون کې د یاد هېواد سفیر احضار کړی وو او دا اقدامات یې د افغانستان پر حریم تیری بللی او هغه یې غندلی وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *