د ډیپلوماټ مجلې راپور: افغانستان کې د پاکستان او چین سیالي د جګړې تر ډګر رسېدلې

هغه راپور چې تازه په ډیپلوماټ مجله کې خپور شوی، په افغانستان او سیمه کې د امنیتي بدلونونو په اړه د پاکستان د پوځي استخباراتو ادارې رول ارزوي. په دې مرکه کې افغان استخباراتي او د ترهګرۍ ضد چارو شنونکي اجمل سهیل ویلي، چې جیوپولیټیکي سیالیو او په سویلي اسیا کې د نیابتي ډلو کارولو څنګه د سیمې امنیتي وضعیت لا پېچلی کړی دی.

د هغه په وینا، د فبرورۍ په ۲۱مه د افغانستان استخباراتي ځواکونو د تورخم په سرحدي سیمه کې هغه محموله ونیوله چې شاوخوا ۵۲۵ ډوله بېلابېلې وسلې او ۲۷ زره مرمۍ پکې وې او له پاکستانه افغانستان ته راوړل کېدې. دا وسلې چې په بار وړونکو موټرو کې ځای پر ځای شوې وې، ټاکل شوې وه چې د واخان دهلېز پر لور ولېږدول شي. دغه سیمه د افغانستان په شمال ختیځ کې یوه سټراټیژیکه سیمه ده چې له چین، تاجکستان او پاکستان سره ګډه پوله لري. راپورونه ښيي چې دا وسلې د افغانستان د مخالفو ډلو، ځینو تازه جوړو شویو وسله‌والو جریانونو او د داعش خراسان څانګې لپاره په پام کې نیول شوې وې، څو په افغانستان کې د بهرنیو پانګونو، په ځانګړي ډول د چیني پروژو پر ضد بریدونه وکړي.

په دې راپور کې وړاندې راغلي، چې د دغو وسلو یوه برخه د «تاجکستاني طالبانو» په نوم ډلې لپاره هم په پام کې نیول شوې وه. ویل کېږي چې دا ډله د پاکستان د استخباراتي ملاتړ په مرسته د چترال غرنیو سیمو کې فعالیت کوي او موخه یې د تاجکستان پر سرحدي ځواکونو بریدونه او په بدخشان کې ناامني رامنځته کول دي.

مطالب بیشتر:  نشنل اېنټرسټ مجله: جګړه د ټرمپ ملګرو د جېبونو ډکولو لپاره پلمه ده

اجمل سهیل په دې باور دی، چې له دا ډول کړنو د پاکستان اصلي هدف دا دی، څو په افغانستان کې د چین مستقیم نفوذ محدود کړي. د هغه په وینا، اسلام‌آباد اندېښنه لري چې که چین وکولای شي له پاکستان پرته، افغانستان کې پانګونه وکړي او نوې ټرانزیټي لارې جوړې کړي، نو د سیمې په نښلولو کې به د پاکستان سټراټیژیک رول کمزوری شي. له همدې امله، د چیني پروژو شاوخوا د ناامنۍ رامنځته کولو له لارې پاکستان هڅه کوي بېجینګ ته یادونه وکړي چې په سیمه کې د چین اقتصادي همکاري باید د چین او پاکستان اقتصادي دهلېز له لارې ترسره شي.

هغه همدارنګه باور لري چې د دې سټراټیژۍ یوه برخه د بهرنیو پانګه‌والو، سیلانیانو او په ځانګړي ډول د چیني اتباعو پر وړاندې د چریکي بریدونو هڅول دي، څو د اقتصادي پروژو چاپېریال ناامن شي. په دې لړ کې واخان دهلېز ځانګړی ارزښت لري، ځکه که په دې سیمه کې بنسټیزې پروژې پراختیا ومومي، نو چین کولی شي افغانستان او منځنۍ اسیا ته مستقیمه سوداګریزه لاره پیدا او په دې توګه پاکستان څنډې ته کړي.

د دې لیکنې په یوه بله برخه کې، پر افغانستان د پاکستان وروستیو هوايي بریدونو ته هم اشاره شوې ده. د اجمل سهیل په وینا، پاکستان دغه بریدونه د پاکستاني طالبانو تحریک د فعالیتونو د مخنیوي په موخه کوي، ځکه اسلام‌آباد باور لري چې دا ډله له افغان خاورې د پاکستان پر وړاندې عملیات ترسره کوي. خو په عین حال کې دا بریدونه په افغانستان کې د پاکستان د سیاسي او امنیتي نفوذ د ساتلو هڅه هم بلل کېږي.

مطالب بیشتر:  ورزش د سولې او یووالي ژبه؛ د افغانستان د فوټسال اتلولي

اجمل سهیل د پاکستان د استخباراتو او د داعش خراسان څانګې تر منځ پېچلو اړیکې ته هم اشاره کوي. د هغه په وینا، که څه هم دا ډله کله ناکله پر پاکستان هم بریدونه کوي، خو په خبره یې، داسې راپورونه هم شته چې له مخې یې په ځینو سیمو، لکه بلوچستان کې دې ډلې مستقیم ملاتړ ترلاسه کړی دی. د هغه په اند، اسلام‌آباد کله ناکله دا ډله د اسلامي امارت او ځینو ډلو پر وړاندې د توازن وسیلې په توګه کاروي.

په دې راپور کې په سویلي اسیا کې د داعش بېلابېلو څانګو ته اشاره شوې ده؛ لکه داعش خراسان (په افغانستان کې)، داعش پاکستان او داعش هند.  که څه هم دا څانګې ګډه ایډیالوژیکه موخه لري، خو نسبتاً خپلواک فعالیت کوي او زیات تمرکز یې د جنګیالیو پر جذب، انلاین تبلیغاتو او محدودو بریدونو پر ترسره کولو دی.

اجمل سهیل خبرداری ورکوي چې د جیوپولیټیکي وسیلې په توګه د افراطي ډلو کارول کولی شي د سیمې د ثبات لپاره خطرناک پایلې ولري. د هغه په وینا، دا ډول تګلارې د تاوتریخوالي کړۍ لا پیاوړې کوي، د ترهګریزو شبکو د پراخېدو لامل کېږي او په سویلي اسیا کې د افراطیت پر ضد مبارزه لا پېچلې کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *