سوداګرو ته د ملا برادر سپارښتنه؛ بدیلې لارې غوره او له پاکستانه د درملو واردات مطلق بند کړئ

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له سوداګرو او صنعت‌کارانو سره ناسته کې ویلي، چې پاکستان وخت ناوخته له اقتصادي مسایلو او کډوالو د نامعقوله سیاسي وسیلو په توګه استفاده کړې ده. ښاغلي برادر بدیلو لارو او دهلېزونو ته په اشارې زیاته کړې، چې د پاکستان فشارونه نتیجه نه ورکوي. د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په دې ناسته کې زیاته کړه، چې د افغانستان سوداګریزې اړیکې دا مهال د سیمې له نورو هېوادونو سره په مراتبو پیاوړې شوې دي. د هغه په خبره، پاکستان سره به سوداګري یوازې په هغه صورت کې بېرته پیل شي، چې د په هر ډول شرایطو کې د لارو د نه تړلو کلک تضمین وکړي.

ملا عبدالغني برادر په دې غونډه کې زیاته کړه: «له بده مرغه په ننني عصر کې دا معمول ګرځېدلی چې تجاري اړیکې، سوداګریزې لارې، اقتصادي بنډیزونه او د کډوالو غیر شرعي او غیر بشري زورونه د سیاسي نا معقولو وسیلو په توګه کارول کېږي، څو په مطلوب هېواد باندې سیاسي فشارونه زیات کړي. د هېواد ټول صنعت کاران او سوداګر دې د پاکستان پر ځای له بدیلو لارو سوداګرۍ ته مخه کړي. دې لارې نه یوازې زموږ سوداګر زیانمن کړي، بلکې بازارونه او عام ولس یې هم له ستونزو سره مخ کړي دي. له سوداګرو غواړم چې د صادراتو او وارداتو بدیل انتخابونه ژر عملي کړي. که پاکستان د لارو خلاصون غواړي، نو د داسې تضمینونو په صورت کې به ورسره منل کېږي، چې بیا هېڅکله په هېڅ راز شرایطو کې لارې بندې نشي. داسې به نه کېږي، چې د دوی د میوو موسم شي لارې دې خلاصې وي او زموږ چې نوبت را ورسېږي بیا دې لارې بندې کړي.»

په دې غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي وویل، چې وروستۍ یوه میاشت کې پاکستان سره د لارو تړل کېدو له امله، افغانستان ته ۲۰۰ میلیونه افغانۍ زیان اوښتی دی. هغه له ټولو افغان سوداګرو وغوښتل، چې د پاکستاني توکو لپاره په کور د ننه بازار موندنه ونه کړي، بلکې د خپلو کورنیو توکو لپاره بازار موندنه وکړي. نورالدین عزیزي ټینګار وکړ، چې پاکستان سره لارې ثبات نه لري او اړتیا ده، چې له بدیلو لارو استفاده وشي.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه: «پاکستان په تېره یوه میاشت کې افغانستان ته څه باندې ۲۰۰ میلیونه افغانۍ زیان اړولی له تاسو سوداګرو مې هیله دا ده، چې نور د پاکستاني توکو لپاره په کور د ننه بازار موندنه مه کوئ. د پاکستان لارې ثبات نه لري لکه څنګه چې ملا صاحب وویل، نور باید له بدیلو لارو استفاده وکړو او دا باید عملي کړو.»

په ورته وخت کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خان‌جان الکوزی په دې ناسته کې وایي، چې دا مهال د پاکستان له کراچۍ بندر تر تورخم پورې د پنځه میلیارده ډالرو په ارزښت د افغان سوداګرو مالونه بند پاتې دي. هغه همداراز ټینګار وکړ، چې که پاکستان غواړي افغانستان سره سوداګرۍ ته دوام ورکړي، نو باید د نړۍوالو اصولو پر بنسټ عمل وکړي.

ښاغلي الکوزي د خپلو خبرو په دوام وویل: «پاکستان که نور موږ سره سوداګري کوي، نو باید د نړۍوالو اصولو پر بنسټ راسره مخته ولاړ شي او د کراچۍ اوبه د پاکستان نه دي، د ملګرو ملتونو د منشور پر بنسټ، دا نړۍوالې اوبه دي او ټول ترې د استفادې حق لري. دا لومړی ځل نه دی، پاکستان افغانستان سره د سوداګرۍ په برخه کې وخت ناوخته ټول اصول او تړونونه تر پښو لاندې کړي دي.»

اسلامي امارت داسې مهال د پاکستان پر ځای د بدیلو لارو خبره کوي، چې له غچ اخیستونکو بریدونو وروسته، پاکستان افغانستان سره ټولې لارې د هر ډول تګ راتګ پرمخ وتړلې او دې چارې تر دې دمه افغان سوداګرو ته ګڼ مالي زیانونه اړولي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *