عبداللطیف نظري: د بهرنیو مرستو بندېدل د افغانستان پر اقتصادي وضعیت جدي اغیز نه‌لري

آفاق خبري آژانس؛ کابل: افغانستان سره د بهرنیو مرستو بندېدو په اړه د اندېښنو په دوام، د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري آفاق خبري آژانس ته وایي، چې د دې مرستو بندېدل د افغانستان پر اقتصادي وضعیت جدي اغیز نه لري.

ښاغلی نظري مني، چې د دغو مرستو بندېدو په بشري برخه کې څه نا څه اغېز کړی او له مرسته کوونکو هېوادونو غواړي، چې له افغانستان سره خپلې مرستې مشروطې نه کړي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري په دې اړه وویل: «د امریکا متحده ایالتونو د مرستو بندېدل، د افغانستان پر اقتصادي وضعیت جدي اغېز نه لري او نه به یې هم ولري، خو ښایي په بشري برخه کې څه ناڅه اغېز ولري.»

ښاغلی نظري د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې همداراز په ډاګه کوي، چې د اسلامي امارت اقتصادي سیاست پر ملي عوایدو ولاړ دی او سرپرست حکومت د اقتصادي ودې لپاره له ملي ظرفیتونو ګټه اخلي.

عبداللطیف نظري په دې اړه زیاته کړه: «موږ غواړو چې بشرپاله مرستې، بشرپاله پاتې شي او مشروطې نشي، د بشري مرستو مشروطول له نړۍوالو حقونو سره په ټکر کې دي.»

افغانستان سره د بهرنیو مرستو بندېدو په کور د ننه او بهر اندېښنې زیاتې کړې دي.

د اقتصادي چارو کارپوهان ټینګار کوي، چې د دغو مرستو بندېدل به هېواد کې اقتصادي ستونزې زیاتې او ورسره سم به د وزګارۍ کچه لوړه شي.

د اقتصادي چارو شنونکی سیر قریشي په دې اړه آفاق خبري آژانس ته وویل: «د مرستو بندېدو په اړه د امریکا وروستی تصمیم، د وزګارۍ او لوږې زیاتوالي لامل شوی دی، امریکا په دې کار سره، میلیونونه انسانان له ستونزو سره مخ شوي. افغانستان اوس تر ډېره د نورو مرسته کوونکو په مرستو پورې تړلی دی.»

د ویلو ده، چې افغانستان تر ډېره په بهرنیو، په ځانګړي ډول د امریکا متحده ایالتونو په مرستو پورې تړلی و، خو واک ته د ډونالډ ټرمپ په رسېدو او د دغه هېواد د مرستو په بندېدو سره، افغانستان کې ډېری مرستندویه بنسټونو خپل فعالیتونه کم او یا هم درولي دي، چې دا چاره د بې‌وزلۍ او وزګارۍ کچې د لوړېدو لامل شوې ده.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد